د بدخشان په يفتل ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې د یفتل ولسوالۍ د دهن سبات په سیمه کې رامنځته شوې ده.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، یو لندکروزر موټر، چې له راغستان ولسوالۍ څخه د فیض اباد پر لور روان و، له سړکه واوښت او چپه شو.
په دې موټر کې سپاره کسان د لغمان اوسېدونکي او کارګران وو. د ترافيکي پېښې لامل د بدخشان له سختو لارو سره د موټر چلوونکي نه پېژندګلوي بلل شوې ده.
د هېواد په شمال ختیځ کې بدخشان یو غرنی ولایت دی چې سختې لارې لري. د ترافيکي پېښو له امله تل د دې ولايت اوسېدونکي قرباني شوي دي.