د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د روانې میاشتې په نیمایي کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د ماموریت د بیاکتنې لپاره یوه غونډه وکړي.
د امنیت شورا د مهالوېش له مخې، دا غونډه د جون په ۱۴مه ټاکل شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې به یوناما یو راپور وړاندې کړي او په افغانستان کې به د دې دفتر فعالیتونه او لاسته راوړنې وڅېړل شي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رییس هم سېشنبې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې ۱۵ جلسې او ۱۲ مشورتي غونډې پلان شوې چې په وینا یې په دې غونډو کې یوه د افغانستان په اړه ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وروستي ځل لپاره د افغانستان په اړه غونډه د تېر لمریز کال د کب په نیمايي کې کړې وه.