Home » افغانستان » ‏سلګونه کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

‏سلګونه کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې۷۱۲ افغان کډوال د غبرګولي پر ۱۱مه او ۱۲مه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۷۰ کورنۍ چې ۳۷۰ کسان کېږي په‏ جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې دي.

د دوی په وینا چې راستانه شوي کډوال د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوي دي.

بلخوا د کندهار د سپین بولدک سرحدي امریت ویلي چې په ۵۷ کورنیو کې ۳۳۰ کډوال راستانه شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...