Home » افغانستان » کرکټ بورډ: افغان لوبډله د نړیوال جام سیالیو لپاره چمتو ده

کرکټ بورډ: افغان لوبډله د نړیوال جام سیالیو لپاره چمتو ده

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د راروانو سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري.

د دې ادارې په وینا، د کرکټ ملي لوبډلې خپل تمرینات پیل کړي، نړیوال جام ته تر روانېدو مخکې ځینو لوبغاړو د هند په غوره لیګ او ځینو نورو په کابل کې د قوش‌ تپې ملي شل اوریز جام کې لوبې وکړې او تجربې یې ترلاسه کړې دي.

د کرکټ بورډ ویاند، سید نسیم سادات، رویداد خبري اژانس ته ویلي د کرکټ ملي لوبډلې وېسټ انډیز ته هم له رسېدو سره سم خپل تمرینات وکړل.

سادات وايي: “افغان لوبډلې خپل بشپړ چمتووالی نیولی او انشاالله په راتلونکي نړیوال جام کې به د افغانستان په ګټه ښې سیالۍ وکړي.”

دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال به په شلو اوریز نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ رسمي مسابقه راروانه سې شنبه د یوګانډا په وړاندې وي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...