د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په دویمې تمریناتي سیالۍ کې د سکاټلنډ ملي لوبډې ته د ۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه د جمعې په ورځ د مې په ۳۱مه نېټه د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ مې بجې پیل شوې وه چې افغان لوري د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
په دې تمریناتي لوبه کې د افغان لوبډلې د توپوهنې پیل رحمن الله ګربز او ګلبدین نایب وکړ.
ګربز تر ۸ منډو جوړولو وروسته وسوځېد او نایب بیا د ۶ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ ۶۹ منډې جوړې کړې.
دغه راز عظمت الله عمرزی بل لوبغاړی و چې ۴۸ منډې یې جوړې کړې او محمدنبي او راشدخان بیا په ترتیب سره ۱۶ او ۱۵ منډې وکړې.
د سکاټلنډ لپاره په توپ اچونه کې کرېس سول ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.
د یادې لوبډلې توپوهونکي د ۲۰ اورونو په لوبولو بریالي شول، خو یوازې ۱۲۳ منډې یې وکړې او ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل.
مارک ویټ یې مخکښ منډه جوړونکی و چې ۳۴ منډې یې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې کریم جنت او مجیب الرحمن ۲ـ۲ او نورو ټولو توپ اچونکو یوه یوه وېکټ ترلاسه کړه.
ګلبدین نایب د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه نومول شوی دی.
افعانستان به خپله لومړۍ رسمي سیالي د یوګاندا د لوبډلې پر وړاندې د جون میاشتې په ۴مه نېټه د کربین د ګایانا په ټاپو کې ولوبوي.