د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د استوګنې پر یوه کور د تندر غورځېدلو له امله درې تنه وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، دا پېښه په شېرزاد ولسوالۍ کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې دا درې تنه لومړی ټپيان وو، خو روغتون ته تر لېږدولو وروسته مړه شول.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د تندر او سختو بارانونونو شاهدان دي.
د تندر سربېره د بارانونو له امله راوتلو سېلابونو هم په هېواد کې لسګونه کسان وژلي دي.