Home » افغانستان » د ا.ا ځواکونو له څو ورځو جګړې وروسته له پاکستاني پوله‌ساتو سره پر اوربند موافقه وکړه

د ا.ا ځواکونو له څو ورځو جګړې وروسته له پاکستاني پوله‌ساتو سره پر اوربند موافقه وکړه

پاکستاني رسنیو د پاکستاني او د ا.ا ځواکونو ترمنځ د «اوربند» د ټینګښت خبر ورکړی دی.

له څو ورځو راهیسې د پکتیا په سرحدي سیمو کې د ا.ا ځواکونه او د پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه.

د پاکستان ډان رسنۍ نن (یکشنبه د غویي په ۳۰مه) لیکلي چې د پاکستان او افغانستان د قبایلي مشرانو او چارواکو په ګډون یوې جرګې د خیبر پښتونخوا پر پوله له څلور ورځنۍ جګړې وروسته د شنبې په ورځ پر اوربند هوکړه کړې ده.

د دې رسنۍ د معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ شخړې زور اخیستی او په کرم کې د خرلاچي پولې ته څېرمه د کلیوالو او مېشتو خلکو د بې ځایه کېدو لامل شوې ده.

يو تن قومي مشر، جلال بنګش ډان نيوز ته وويل، چې دا جرګه د خرلاچي په پوله د دواړو غاړو د ځايي مشرانو، ديني عالمانو او چارواکو په شتون کې جوړه شوې وه.

هغه زیاته کړې، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د سولې ګډه کمېټه به په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

د راپورونو له مخې، د ا.ا ځواکونو او پاکستان ترمنځ د نښتې لامل په سرحدي نقطو کې د پاکستان له خوا د پوستې جوړول وو.
سرچينې زياته کړې، چې د دې پوستې د جوړېدو د مخنيوي په موخه پر پاکستاني ځواکونو ډزې شوې، چې له ځوابي غبرګون سره مخ شوي دي.
په سرحدي سیمو کې د ا.ا او پاکستاني پوله‌ساتو ترمنځ له څو ورځو راهیسې جګړې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

سیمه ییزو سرچینو د جمعې په ورځ ویلي، چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د پاکستاني نظامیانو د درنو وسلو په برید کې څلور زده کوونکي وژل شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...