د ا.ا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست د هېواد په اوو ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړى دى.
د دې ریاست د معلوماتو له مخې، سبا (پنجشنبه، د غویي ۲۰ مه) په هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، غور، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی دی.
د هوا پېژندنې ادارې د دې ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د اورښت کچه له ١٥ تر ٢٠ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
د دې ترڅنګ په شمال، شمال لویدیځ، لویدیځ، جنوب او جنوب لویدیځ سیمو کې په یو ساعت کې له ۳۰ تر ۷۵ کیلو مترو چټکو بادونو اټکل هم شوی دی.