د ا.ا د ترافیکو عمومي ریاست ویلي چې، د اختر په څلورو ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۵۰ کسان مړه شوي دي.
باختر اژانس راپور ورکړی چې د کوچني اختر په ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۲ ترافیکي پېښې شوې دي.
د باختر اژانس د راپور له مخې، په دغو پیښو کې ۵۰ تنه چې ۸ یې ښځې او د ۱۳ یې ماشومان دي، خپل ژوند لاسه ورکړی او همداراز ۱۸۵ تنه نور چې ۳۴ ښځې او ۳۳ یې ماشومان دي، ژوبل شوي دي.
باختر اژانس د ترافیکو عمومي ریاست د مسوولینو له قوله لیکلي، چې ډېری دا پېښې په هرات، غزني او پکتیکا ولایتونو رامنځته شوې دي.