Home » افغانستان » ا.ا: موږ په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې لویې پروژې پلي کول غواړو

ا.ا: موږ په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې لویې پروژې پلي کول غواړو

ا.ا د سیمې او نړۍ له هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې سترې پراختیايي پروژې پلې کړي.

باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د بهرنيو هېوادونو له سفيرانو او استازو سره په کتنه کې ویلي چې د سيمې او نړۍ هېوادونه بايد د افغان ځوانانو مهاجرت د مخنيوي په خاطر په افغانستان کې سترې پراختيايي پروژې پلې کړي.

د سرچينې په وينا، چې د ریاست الوزرا اداري مرستيال دا هم ویلي چې د نشه يي توکو مخنيوى او په افغانستان کې د ثبات تامين په دې هېواد کې د لويو پراختيايي او پانګونې پروژو په پلي کېدو پورې اړه لري.

مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو او ډيپلوماتيکو استازو ته ويلي، چې د سيمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې اړيکې غواړي.

ا.ا تل ټینګار کړی چې بهرنی سیاست یې پر اقتصاد ولاړ دی او د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې او تعامل غواړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...