Home » افغانستان » د روغتیا نړیوال سازمان: ۵۰ سلنه افغانان په رواني اختلالاتو اخته دي

د روغتیا نړیوال سازمان: ۵۰ سلنه افغانان په رواني اختلالاتو اخته دي

د ختيځې مديترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سيمه‌ييز مسوول «حنان بلخي» وايي، د افغانستان پنځوس سلنه وګړي له رواني اختلالاتو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

بلخي دا موضوع د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون په هغه ۶۷مه غونډه کې یاده کړې چې د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر، اروپايي ټولنې او د جاپان د حکومت له خوا د اتریش په پلازمېنه «ویانا» کې جوړه شوې وه.

په ورته وخت کې د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر د پالیسۍ تحلیل او عامه چارو رییس «ژان لوک لیماهیو» ویلي چې د کوکنارو د کښت کنټرول او د رواني ګډوډیو د درملنې لپاره قوي روغتیایي اقدامات په دې برخه کې د افغانستان د پایښت لپاره اړین دي. 

بلخوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشرې «رافیله ایودیس» ویلي چې د نړۍ په کچه او افغانستان کې د رواني روغتیا او د نشه‌یي توکو له امله د رواني اختلالاتو د مخنیوي په برخه کې پانګونې ته لومړیتوب ورکول ګډ مسوولیت دی.

همداراز په افغانستان کې د روغتیا د نړیوالې ډلې د رواني روغتیا او رواني ملاتړ همغږي کوونکي «ډاکټر ویل الراس» هم د نشه‌یي توکو د کارونې د مخنیوي او د رواني روغتیايي پروګرامونو لپاره د دوامدارې بودیجې تخصیص ته د لومړیتوب ورکولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې ۱۴۰ کسانو په حضوري او مجازي توګه ډول ګډون کړی و او په دې برخه کې یې خپل نظریات شریک او تبادله کړي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...