د کاناډا د مهاجرت او کډوالۍ وزارت اعلان کړی چې له پاکستان څخه د ۳۳۳ افغان کډوال کاناډا ته لېږدول شوي دي.
دې ادارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یاد شمېر پناه افغان کډوال پرون جمعه د کب ۱۸مه کلګري ښار ته رسېدلي دي.
د کاناډا د کډوالۍ د چارو ادارې په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دغه پناه غوښتونکي به په نږدې راتلونکي کې د کاناډا په ۳۳ سیمو کې ځای پرځای شي.
د ویلو ده، چې کاناډا په تېرو دوو کلونو کې له پاکستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو څخه افغان کډوال د چارټر الوتنو له لارې دغه هېواد ته لېږدولي دي. د کاناډا د کډوالۍ د چارو ادارې د شمیرو له مخې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې ۴۹زره او ۷۰ افغانان دغه هیواد ته لیږدول شوي دي