د ا.ا د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د ملگرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې له پخواني رییس، پینو الارچي سره په کتنه کې د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې او دې برخه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې راتلونکو همکاریو خبرې کړې دي.
د ا.ا ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن دوشنبه د کب ۱۴مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ملا عبدالغني برادر ویلي چې په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې یې د نشه یي توکو کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزې کړې او اوسمهال یې په تولید او قاچاق کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
نوموړی زیاته کړې، ا.ا په نشه يي توکو زرګونه روږدي کسان یې د درملنې لپاره راټول کړي او د کاري زمینې برابرولو لپاره یې ورته حرفوي زده کړې هم پیل کړې دي.
برادر له نړیوالې ټولنې غوښتي د نشه يي توکو د بدیلونو کښتونو ترویج په برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.
د ملګرو ملتونو د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني رییس افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو برابرول د نړیوالې ټولنې مکلفیت بللی دی.