Home » افغانستان » چین: د دوحې غونډې له ا.ا سره د خبرو اترو زمینه برابره نه کړای شوه

چین: د دوحې غونډې له ا.ا سره د خبرو اترو زمینه برابره نه کړای شوه

د افغانستان په چارو کې د چين ځانګړي استازي «يو شيائو یونګ» په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو د دویمې ناستې په اړه ویلي، چې دې ناستې د ا.ا له چارواکو سره د خبرو اترو هغسې زمینه برابره نه کړه چې په وینا یې څنګه چې چین او د سیمې نور هېوادونو غوښتل.

د چین ځانګړي استازي نن شنبه د حوت ۵مه په اېکس پاڼه لیکلي چې هغه غونډه له نړۍ سره د افغانستان د عملي تعامل په برخه کې د نظرونو د تبادلې لپاره ګټوره وه. 

دغه چینايي ډیپلومات دا هم ویلي چې دوی د دوحې د غونډې له ګڼو ګډونوالو سره یو ځای له افغانستان سره د لا زیاتو بشري مرستو د دوام، په دغه هېواد کې د میانه‌روې حکومتولۍ او همداراز د ښځو او نجونو د زده‌کړو غوښنه کړې ده.

د دوحې غونډه تېره اوونۍ د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب او د هېوادونو د ځانګړو استازو او د افغان مدني فعالانو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کرېکټ ملی لوبدله

د کرېکټ ملي لوبډلې په يو ورځنيو سياليو کې اووم مقام ترلاسه کړ

افغان کرېکټ بورډ وايي، د ...