د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی، آصف درانی به سبا د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.
یاد وزرات په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې ناسته کې د دوراني ګډون له نړۍ سره د افغانستان د تعامل او په یاد هېواد کې د ثبات راوستلو په برخه کې د پاکستان د هڅو په مانا دي.
د دوحې ناسته به د روانې اوونۍ د یکشنې او دوشنبې په ورځو د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انټونیو ګویترش په کوربتوب ترسره شي.
که څه هم د اسلامي امارت غړي یادې غونډې ته دعوت شوي، خو تر اوسه په غونډه کې د ګډون لپاره پرېکړه نه ده شوې.
تر دې وړاندې د ایران او روسیې استازو هم ویلي وو چې د افغانستان په اړه به د دوحې په غونډه کې ګډون کوي.