د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په دویمه لوبه کې د ۱۵۵ منډو په توپیر د سریلانکا پر وړاندې ماتې خوړلې ده.
دا لوبه پرون یکشنبې، د سلواغې۲۲مه د سریلانکا په کوربهتوب وشوه.
د سریلانکا کرکټ لوبډلې په۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو افغان لوبډلې ته ۳۰۸ منډې هدف وټاکه.
افغان لوبډلې د توپوهنې په برخه کې بیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۳۳.۵ اور کې یوازې ۱۵۳ منډې جوړې کړې او د سریلانکا لخوا ټاکل شوي هدف ته ونه رسېدل.
دا د یو ورځنیو لوبو په روانه لوبلړۍ کې د سریلانکا پر وړاندې د افغانستان دویمه ماتې ده.