د پاکستان لنډمهالي حکومت پریکړه کړې چې په پاکستان کې د هغو افغانانو د اوسېدو موده تر دوو نورو میاشتو پورې وغځوي چې په قانوني توګه په یاد هېواد کې ژوند کوي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان لنډمهالي حکومت د کابینې غونډې او د یاد هېواد قومونو او قبایلو وزارت د غوښتنې پر بنسټ پرېکړه کړې چې د ۱،۴میلیون ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده به د روان کال د مارچ تر اخره وغځوي.
پاکستاني مسوولانو د دې مودې تمدید کول تایید کړي، خو په دې اړه یې ډېر معلومات یې نه دي ورکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د شمېر له مخې، تر ټولو ډېر شمېر افغانان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه د «غیرقانوني» افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او له تېرو څو میاشتو کابو له نیم میلیون څخه ډېر افغان کډوال له دغه هېواد څخه ایستل شوي او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.