Home » افغانستان » د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لاره نن یکشنبې د سلواغې ۱۵ مه د کوچنیو موټرونو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د ټولګټو وزارت ویاند، اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکي چې په شمالي سالنګ کې ۴۵سانتي مټره او په جنوبي سالنګ کې له ۶۴تر ۱۳۹سانتي مټره واوره شوې ده.

د یاد وزارت ویاند له مسافرینو او موټروانانو غوښتي چې له سالنګ لویې لارې د تېرېدو پرمهال په ژمنیو وسایلو سمبال وي او باید له احتیاط څخه کار واخلي.

 د یادولو وړ ده چې د سالنګ لویه لاره د شنبې سهار د سلواغې ۱۴مه د زیاتې واورې او توپان له امله تړل شوې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...