Home » افغانستان » سپوټنیک:مایک پومپیو طالبانو سره د لیدولو لپاره قطر ته ځي
رویداد خبري آژانس

سپوټنیک:مایک پومپیو طالبانو سره د لیدولو لپاره قطر ته ځي

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره د لیدنې په موخه د قطر پلازمینې دوحې ته لاړ شي.

سپوټنیک اژانس د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې پومپیو به ډېر ژر په دوحه کې د طالبانو له سیاسي دفتر نه لیدنه وکړي.

سرچینه کاږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به له طالبانو سره په دې لیدنه کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او د بین الافغاني مذاکراتو پر پیل خبرې اترې وکړي.

د یادونې ده چې بین الافغاني مذاکرات د یو شمېر طالب زندانیانو پر سر د اختلافاتو له امله له خنډونو سره مخ دي خو افغان حکومت ویلي چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې پرتې ستونزې حل شوې او تمه ده په راتلونکې اوونۍ کې پیل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...