Home » سپورټ » کرېکټ؛ افغان اتلان به نن یو ځل بیا په دویمه شل اوریزه لوبه کې له بنګله دېش سره مخ شي

کرېکټ؛ افغان اتلان به نن یو ځل بیا په دویمه شل اوریزه لوبه کې له بنګله دېش سره مخ شي

نن د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دویمه او وروستۍ لوبه کېږي.

دا لوبه به د کابل پر وخت تر غرمې وروسته پر ۴:۳۰ بجو پیل شي.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د کرېکټ شل اوریزو سیالیو دا لوبلړۍ د بنګله دېش په شمال ختیځ سېلهېټ ښار کې کېږي.

د دې لړۍ لومړۍ لوبه کوربه لوبډلې په ۲ ویکټو ګټلې وه.

په لومړۍ لوبه کې له ماتې وروسته، تمه ده، چې افغان لوبډله کې به د پام وړ بدلون رامنځته شي.

په لوبډله کې د الرونډارو زیاتوالی، د توپ وهونکیو کمښت او د لوبغاړو لخوا بې غوره لوبه کول، هغه څه وو، چې په لومړۍ لوبه کې یې افغانستان له ماتې سره مخ کړ.

و به کتل شي، چې په دویمه لوبه کې افغان اتلان له بدلونونه سره ډګر ته راځي کنه د تېرې لوبې له لوبغاړو سره.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...