د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۰ زره او ۱۸ ټنه انتقالات شوي دي.
دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۴۱ زره، ۱۳۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۰ زره، ۹۷۶ ټنه او دغه راز د تورغنډۍ بندر له لارې ۷ زره ۹۰۸ ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه ۶۰ زره او ۱۸ ټنه انتقالات کېږي. یادې ادارې وړمه اونۍ هم د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۷۱ زره او ۱۷۶ ټنو د انتقالاتو خبر ورکړی و.