Home » اقتصادی » سمنګان کې ۱۲ زره کورنیو ته د اوبو رسولو پروژې پیل شوې

سمنګان کې ۱۲ زره کورنیو ته د اوبو رسولو پروژې پیل شوې

د سمنګان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې ددې ولایت په ایبک، حضرت سلطان او فیروزنخچیر ولسوالیو کې د ۱۲ زره کورنیو لپاره د اوبو رسولو پروژې پیل شوې.

د چارواکو په خبره، چې په دې پروژو باندې نږدې ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او دغه راز د سیمې سلګونه اوسېدونکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

چارواکي زیاتوي، چې د دې پروژو له پای ته رسېدو سره به د زیاتو کورنیو د اوبو ستونزه حل شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...