Home » سیمه او نړی » ترکیې ناټو سازمان کې د سوېډن یو ځای کېدو سره هوکړه کړې ده

ترکیې ناټو سازمان کې د سوېډن یو ځای کېدو سره هوکړه کړې ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ناټو په سازمان کې د سویډن یو ځای کېدو سره موافقه وښوده.

اردوغان ومنله چې د سویډن د یو ځای کېدو مسوده به د هیواد پارلمان ته واستوي او هیله یې وښوده چې هلته به یې په منظوریدو کې همکاري وکړي.

د ترکیې ولسمشر په لیتوانیا کې د سویډن د صدراعظم سره هم په جلا توګه کتلي دي.

په خپله د ترکیې ولسمشر تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

خو تر دې وړاندې یې ویلي و چې په ناټو کې به د سویډن د غړیتوب غوښتنه هغه وخت ومني،‌ چې په اروپايي ټولنې کې د ترکیې د غړیتوب اخیستلو لپاره لاره پرانیستل شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...