Home » افغانستان » د پولیو ضد واکسین درې ورځنۍ کمپاین پیل شو

د پولیو ضد واکسین درې ورځنۍ کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت سر له نن څخه د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په یاد کمپیان کې به ۲۱۷ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راشي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد کمپاین به ۳ ورځې دوام وکړي او په پایله کې به يې ۶.۴ میلیونه له ۵ کلو کم عمره ماشومان واکسین شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ننګرهار ولایت په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې د پولیو یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...