Home » سیمه او نړی » د ترکیې ټاکنې؛ ولسمشر به دوه اونۍ وروسته په دویم پړاو ټاکنو کې روښانه شي
Supporters of Turkish President Recep Tayyip Erdogan and AK Party (AKP) wave flags at the AK Party headquarters in Ankara, Turkey May 14, 2023. REUTERS/Umit Bektas

د ترکیې ټاکنې؛ ولسمشر به دوه اونۍ وروسته په دویم پړاو ټاکنو کې روښانه شي

د راپورونو له مخې په ترکیه کې ولسمشریزو ټاکنو کې داسې معلومیږي چې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان او سیال یې کمال کلیچداراوغلو د پرون ورځې په رای ګیرۍ کې اکثریت نه دی ګټلی او له همدې کبله دویم پړاو ټاکنو کې به د دې هېواد ولسمشر وټاکل شي.

تر دې دمه ۹۹،۳۸ سلنه د رایو صندوقونه شمارل شوي چې پکې ښودل کیږي ۶۹ کلن اردوغان د خپل سیال څخه وړاندې دی خو بیا یې هم پنځوس جمعه یو اکثریت نه دی ګټلی.

په شمېرل شویو رایو کې اردوغان ۴۹.۴۲ او کلیچداراوغلو ۴۴.۹۵ په سلو کې رایې ګټلي دي.

په عین حال کې د ترکیې ولسمشر ادعا کړې چې د خپل سیال څخه په ښکاره توګه مخکې دی خو تر څنګ یې دا هم ویلي که ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي، دی چمتو دی.

اردوغان خپلو پلویانو ته په وینا کې دا هم ویلي چې واکمن محافظه کار ائتلاف یې په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ګټلي دي.

د ترکیې په ټاکنو کې شاوخوا ۶۰ ملیونه وګړي رای ورکولو وړ وو، چې له دې څخه څه باندې ۵۵.۴ ملیونه وګړیو رایه ورکړې ده.

په ورته حال کې راپورونه ورکول کیږي، چې د ترکیې پارلماني ټاکنو پایلې، چې همهاله ولسمشریزو ټاکنو سره ترسره شوې، د رجب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پرمختګ ګوند که څه هم لس څوکۍ له لاسه ورکړي دي، خو د نوموړي په مشرۍ د خلکو اتحاد د ترکې پارلمان له ۶۰۰ څوکیو څخه ۳۲۱ څوکۍ ګټلي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...