Home » افغانستان » یونېسف: په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوو

یونېسف: په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوو

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف په افغانستان کې له ښځو او ماشومانو څخه د کلک ملاتړ د دوام خبر ورکړی.

د افغانستان لپاره د یونېسف څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د زیاتېدونکو محدودیتونو او په دې هېواد کې پر بشري چارو د فضا له تنګېدو سره سره یونېسف دې ته ژمن دی چې په دې هېواد کې پاتې شي او په ټولې وړتیا سره خدمتونه سر ته ورسوي.

یونېسف وایي، لکه څنګه یې چې په تېرو اویا کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ملاتړ کړی، له دوی سره به بیا هم ولاړ وي.

یونیسف دغه راز وایي، په افغانستان کې د اړمنو ۲۸ ميلیون وګړو له ډلې ۱۵ ميلیونه یې ماشومان دي چې بشري او د خوندیتوب مرستو ته اړتیا لري.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...