Home » افغانستان » پر ښځينه کارکوونکو کار بنديز په غبرګون کې د ملګرو ملتونو تازه خبرداری

پر ښځينه کارکوونکو کار بنديز په غبرګون کې د ملګرو ملتونو تازه خبرداری

ملګري ملتونه وایي، که دوی طالبانو ته دا قناعت ورنه‌کړي چې ښځینه همکارانو باندې یې د کار بندیز لرې کړي، نو دوی به راتلونکې مې میاشته کې یوه (زړه بوږنونکې) پرېکړه وکړي او له دغه هېواده به ووځي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مشر اخیم شټاېنر اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، د ملګرو ملتونو چارواکي دا مهال د افغانستان له اوسني حکومت سره په خبرو بوخت دي او هیله لري چې طالبان د دوی ښځینه همکارانې د بندیزونو له لېسته استثنا کړي.

نوموړي ویلي، دا به عادلانه وي چې دوی په افغانستان کې خپل فعالیت و دروي، خو په خبره یې بشري حقونو باندې معامله نه‌شي کولای.

سرپرست حکومت تر اوسه د شټاینر د خبرداري په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ادعا کړې چې دوی ملګرو ملتونو ته کوم خنډ نه‌دی جوړ کړی او په خبره یې له کاره د ښځو راګرځول، (یوه کورنۍ ارزشي موضوع) ده.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي، د مې میاشتې تر پنځمې په افغانستان کې خپل ماموریت ارزوي او وروسته ممکن یو ډارونکی انتخاب وکړي.

ملګري ملتونه د خپل فعالیت د بندېدو خبرداری داسې مهال ورکوي چې د راپورنو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د ژوندي پاته کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...