د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د روژه ماتې مېلمستیا په ترڅ کې د رسنیو له لسګونو مسؤولینو، خبریالانو او د سیاسي چارو له کارپوهانو سره وکتل.
په دې کتنه کې، د بهرنیو او کورنیو رسنیو مسئولینو، خبریالانو او سیاسي کارپوهانو په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
دوی وویل، رسنۍ د اولس او دولت ترمنځ د پُل حیثیت لري او هڅه کوي، چې د اولس غږ تر دولت او نړیوالو ورسوي.
د غونډې برخوالو دغه راز له ا.ا.ا څخه، له رسنیو سره د همکارۍ او د هغوی د ستونزو د حل له امله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دغه ډول ناستې دې د همکاریو د پراختیا او د ستونزو د کمېدو لپاره، لا زیاتې شي.
دوی زیاته کړه، چې نیوکه د اصلاح په موخه کوي او غوښتنه یې دا ده، چې افغاني رسنۍ باید نورې هم تقویه شي.
د رسنیو مسئولینو او سیاسي کارپوهانو ټینګار وکړ، چې افغان ملت نور په افغانستان کې جګړه نه غواړي او له جګړې ستړي شوي دي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، چې سرپرست حکومت رسنۍ او سیاسي کارپوهان خپل همکاران بولي او ټولو خبریالانو ته ډاډ ورکوي چې ا.ا.ا، رسنۍ د دولت او ملت ترمنځ د ارتباط پل ګڼي او د پياوړتیا لپاره یې کار کوي.