Home » افغانستان » خليل‌زاد: د ملګروملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړيږي
FILE PHOTO: The U.S. special envoy for Afghanistan, Zalmay Khalilzad, speaks during a debate in Kabul, Afghanistan, April 28, 2019. REUTERS/Omar Sobhani/File Photo

خليل‌زاد: د ملګروملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړيږي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش به شاوخوا دوه اوونۍ وروسته په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

دا غونډه داسې مهال جوړېدونکې ده چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که طالبان د دوی ښځینه همکارانې بېرته کار ته پرې‌نږدي، له افغانستانه به د وتلو زړه بوږنوونکې پرېکړه وکړي.

خلیل‌زاد تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، ښاغلی ګوتېرش به د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د مې په لومړۍ نېټه په دوحه کې غونډه ولري.

ښاغلي خلیل‌زاد دغو لیدو کتو ته ځینې وړاندیزونه کړي چې لومړی هغه یې د دوحې د هوکړې عملي کول دي.

هغه د دغې هوکړې د عملي کولو او د اوسنیو شرایطو د ارزونې لپاره د یوې تګ‌لارې جوړول مهم بللي او په خبره یې د دغې تګ‌لارې لپاره اړتیا ده چې ښاغلی ګوتېرش او د غونډې نور ګډونوال له طالب استازو سره هم خبرې وکړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...