Home » افغانستان » توماس ویسټ له افغان سوداګرو سره په اماراتو کې لیدلي دي

توماس ویسټ له افغان سوداګرو سره په اماراتو کې لیدلي دي

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا یو شمېر غړیو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ سره د لېدنې پر مهال د اقتصاد، بانکونو، روغتیا، خوراکي توکي، د ښځو او نجونو زده‌کړو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د دې شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخېل وايي، په‌دې لېدنه کې یې له توماس وېسټ غوښتنه کړې چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي، څو دغه مسلې د خبرو اترو له لارې حل شي.

نوموړی زیاتوي، توماس وېسټ ورته د ګډ کار کولو ډاډ ورکړی، څو د هغو ستونزو د حل لپاره یوه مناسبه لار پیدا شي چې افغان سوداګر او نور افغانان ورسره مخ دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...