د افغانستان لپاره د امریکا متحدهایالاتو ځانګړی استازی وايي، افغانان د ډیالوګ له لارې د اوسنیو ننګونو د اواري غوښتونکي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا متحدهایالاتو ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، په دوحه کې یې د ‘د افغانستان راتلونکي فکر فورم’ په نوم غونډه کې له یو شمېر افغانانو سره کتلي دي.
هغه نن سهار په یو لړ ټویټونو کې د دې غونډې جزییات لیکلي او زیاتوي: “د دې غونډې هر افغان ګډونوال د خبرو له لارې د افغانستان د اوسنیو ننګونو د اواري او له جګړې سره د مخالفت غږ کړی.”
د ټام وېسټ په خبره، په دوحه کې پرون ‘د افغانستان راتلونکي فکر فورم’ په نوم جوړه شوې غونډه کې یې د طالبانو د چلند غندنه او د هغوی د ملاتړ په اړه اورېدلي او تر خوا یې هغه وړاندیزونه هم تر لاسه کړي چې څه ډول نړیواله ټولنه اوسنۍ ننګونې حل کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا متحدهایالاتو ځانګړی استازی زیاتوي، د افغانستان راتلونکي فکر فورم د افغان مېرمنو او نارینهوو یو متحرک ترکیب دی چې اقتصاد پوهان، د بشري حقونو فعالان، پخواني وزیران او قومي مشران په کې راټول شوي دي.
هغه دا هم لیکلي چې پرونۍ غونډه کې ډېری ګډونوال له افغانستانه دوحې ته تللي وو.
وېسټ هیله ښيي چې د دې غونډې ګډونوال به خپل پیغامونه طالبانو، د افغانستان نورو مشرانو او نړیوالو ته ورسوي.
د افغانستان لپاره د امریکا متحدهایالاتو ځانګړي استازی ټام وېسټ تېره سهشنبه د اپرېل په ۱۳مه د قطر او ترکیې په سفر راوتلی.
د هغه د سفر له پیل سره سم، د متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ولیکل، وېسټ به په قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې کې د یادو هېوادونو د چارواکو ترڅنګ، د افغانستان د مدني ټولنې له مشرانو، د یو شمېر نورو هېوادونو له ډیپلوماټانو، افغان سوداګرو، د افغانستان له سیاسي مشرانو، خبریالانو، د بشري حقونو له مدافعانو او د بشري مرستو له متخصصانو سره وګوري.