د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو پر کار بندیز د دوی “د کورني ارزښت یوه موضوع ده، چې ټول لوري باید ورته درناوی وکړي.”
چارواکي وايي:”اسلامي امارت نه غواړي ملګرو ملتونو ته خنډونه ایجاد کړي، بلکې واضح کولی غواړي، چې دا د افغانستان یوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده چې بل چا ته هیڅ ستونزه نه جوړوي او باید ټول لوري ورته درناوی وکړي. “
دا لومړی ځل دی چې چارواکي د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو له بندیز وروسته غبرګون ښي.
ذبیح الله مجاهد زیاتوي، حکومت یې ملګروملتونو ته نه خنډ کېږي او ترڅنګ یې مجاهد د بشري ناورین پړه په هغو لورو وراچوي چې د طالبانو پر حکومت یې بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو ویاند په مالي او بانکي سیستم باندې بندیزونه او د دوی پر چارواکو سفري بندیزونه د بېلګې په توګه یاد وي.
د طالبانو حکومت افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز تېره اوونۍ ولګاوه.
خو ملګري ملتونه د ژوند ژغورونکو مرستو د رسونې په ګډون د دې ټولنې په چارو کې د ښځینه کارمنانو ونډه اړینه ګڼي او د دوی اړوندو ادارو سره د افغان ښځو پر کار بندیز غندي.