Home » اقتصادی » د ځمکنیو توتانو کرکیله او حاصلات په هېواد کې زیات شوي دي

د ځمکنیو توتانو کرکیله او حاصلات په هېواد کې زیات شوي دي

چارواکي وايي، چې په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد په کچه د ځمکني توتانو حاصل ۳۳۷ مټریک ټنو ته رسېدلی دی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې، بلخ د ۱۲۵ مټریک ټنو تولید او ۲۵ هکټاره کرکیلي سیمې په درلودلو سره تر ټولو ډېر تولید لري. سرچینې زیاته کړې چې کابل، هرات، تخار، دایکنډي، خوست، ننګرهار، او نیمروز هغه ولایتونه دي، چې په کې ډېر ځمکني توتان کرل کېږي.

د کرنې وزارت د شمېرو له مخې تېر کال په ۱۱۸ هکټار ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي وو، چې حاصلات یې ۳۳۷ مټریک ټنو ته رسېدل.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، په پام کې لري، چې د هېواد په کچه د ځمکني توتانو د کرکیلې سیمه پراخه کړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...