Home » افغانستان » په کابل کې ۴ تنه د غلا په تور ونیول شول

په کابل کې ۴ تنه د غلا په تور ونیول شول

امنیتي سرچینو په کابل کې د غلا په تور د ۴ مشهورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل امنيې قومندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان په غلاوو مشهور وو د ۱۰مې امنیتي حوزې د سرتېرو له لوري ونیول شول.

سرچینې زیاته کړې، چې یادو اشخاصو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له کورونو او خلکو غلاګانې کولې، چې د امنیتي ځواکونو له څو ورځنیو هڅو وروسته لاس په لاس ونیول شول.

د کابل امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د نیول شویو کسانو دوسيې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...