د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، له وروستیو اورښتونو سره ښايي په را روانو کلونو کې د وچکالۍ اغېزې کمې شي.
د دغه وزارت ویاند وايي، چې سرپرست حکومت د وچکالیو له امله رامنځته کېدونکو احتمالي بېړنیو حالاتو ته پوره چمتووالی لري.
د کرنې او مالدارۍ خونه په هېواد کې د وچکالۍ د زیاتېدو لامل په وروستیو کلونو کې د هېواد د اوبو نه مدیریت ګڼي.
د دغې خونې مرستیال وايي، چې که د هېواد په بېلابېلو برخو کې نوي بندونه جوړ شي، افغانستان به د کرنیزو محصولاتو له اړخه پر ځان بسیا شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې له بارانونو او واورو ۸۰ میلیارده متر مکعبه اوبه تر لاسه کوي او کلنی لګښت یې ۲۵ میلیارده متر مکعبه اوبو ته رسېږي.