Home » افغانستان » خلیلزاد: طالبان دې د دوحې خبرو کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي
FILE PHOTO: The U.S. special envoy for Afghanistan, Zalmay Khalilzad, speaks during a debate in Kabul, Afghanistan, April 28, 2019. REUTERS/Omar Sobhani/File Photo

خلیلزاد: طالبان دې د دوحې خبرو کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یوناما پر ښځینه کارکونکیو د کار بندیز په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځینه کارکوونکیو د کار بندیز په اړه د طالبانو دا پرېکړه غلطه ده.

ده پر ټویټر لیکلي: “دا به احتمالاً د خلکو کړاو لا پسې ډېر کړي او د نړیوالې مرستې کمېدو ته له ښايي لار هواره کړي.

خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې ویلي، دا پرېکړه ارومرو د افغانستان د ګټو لپاره له طالبانو سره د نړیوالو تعاملاتو پېچلتیا ته لاره هواروي. افغان ښځې تعلیم او کار ته لا ینفک حقونه لري. دا حقونه په اسلام او نړیوالو کنوانسیونونو کې پېژندل شوي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو دا پخوانی مرکچي وايي، طالب مشرانو دغو حقونو ته قطر کې په عامو او خصوصي ناستو کې خپله ژمنتیا ښودلې وه.‌ دوی باید د افغانانو پخاطر پر خپلو ژمنو وفا وکړي.‌

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې طالبانو څو میاشتې مخکې د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو د فعالیت بندیز ولګاوه.

د نړیوالې ټولنې له پراخو نیوکو او دغه راز کابل ته د ملګرو ملتونو د لوړپوړو چارواکو له سفرونو وروسته بیا په یو شمېر ادارو کې چې د ښځینه کارکوونکو فعالیت په کې بسنټیزه اړتیا وه، یو شمېر ښځینه کارکوونکو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...