Home » افغانستان » بهر ته له تللو ډاکټرانو څخه د روغتیا وزارت غوښتنه

بهر ته له تللو ډاکټرانو څخه د روغتیا وزارت غوښتنه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر له بهر مېشتو افغان ډاکټرانو غوښتي چې هېواد ته راشي او د افغانانو خدمت وکړي.

نوموړی وايي، سرپرست حکومت ټولو هغو بهر مېشتو ډاکټرانو ته چې غواړي هېواد ته راشي د راتګ ټول لګښتونه پر غاړه اخلي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر له یو شمېر بهر مېشتو ډاکټرانو سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان ته د افغان ډاکټرانو د راتګ په اړه یې د سرپرست حکومت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره کتلي او هڅه کوي چې د دې برخې لپاره ځانګړې بودجه ترلاسه کړي.

هغه دغه راز له بهر مېشتو ډاکټرانو غوښتي چې افغانستان ته راشي او هغه خدمتونه چې په بهر کې یې وړاندې کوي، په خپل کور کې یې وړاندي کړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...