Home » اقتصادی » کارپوهان:ډېر ژر به ننګرهار د خرما پر ستر تولیدونکي ولایت بدل شي
رویداد خبري آژانس

کارپوهان:ډېر ژر به ننګرهار د خرما پر ستر تولیدونکي ولایت بدل شي

د زراعتي چارو پوهان وایي چې ډېر ژر به ننګرهار د هېواد په کچه د خرما پر ستر تولیدونکي ولایت بدل شي.

درې کاله مخکې ننګرهار کې د خرما ونې په امتحاني توګه وکرل شوې خو د دریېو کلونو په تېرېدو یې پایله مثبته وخته او څه موده مخکې راپورونه ورکړل شول چې په دغه ولایت کې به سږکال د خرما حاصلات دوه برابره زیات شي.

اوس د زراعتي چارو پوهانو ویلي چې ډېر ژر به دغه ولایت د هېواد په کچه د خرما پر یو ستر تولیدونکي ولایت بدل شي.

د یادونې ده چې اوسمهال په ننګرهار کې د خرما ۲۷۰۰ ونې حاصلاتو ته برابرې شوې او کال په کال یې حاصلاتو کې پام وړ ډېروالی راځي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...