Home » سیمه او نړی » امریکا کې یوې نجلۍ ۶ زده کوونکي په ډزو وژلي دي

امریکا کې یوې نجلۍ ۶ زده کوونکي په ډزو وژلي دي

د امریکا د ټینیسي ایالت د ناشویل په ښار کې په یو ښوونځي کې یوې نجلۍ د ډزو له امله ۶ تنه وژل شوي چې درې یې د همدې ښوونځې زده کوونکي و.

پولیسو ویلي چې مشکوکه برید کوونکې یې ویشتلې او وژلې ده. راپورونه وايي ۲۸ کلنه بریدګره د همدې ښوونځي پخوانۍ زده کوونکې وه.

د ناشویل په ښار کې پولیسو ویلي چې د برید کوونکې سره دوه نیمه اتوماتیک ټوپک او یوه تومانچه وه.

پولیسو ویلي چې ښوونځي ته تر رسیدو وروسته معلومه شوه چې برید کوونکې د ښوونځي په دویم پوړ کې وه او له هماغه ځایه یې په خلکو ډزې کولې. پولیسو د برید کوونکي د هویت او دا چې ولې هغې دا برید کړی څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...