پاکستان ادعا کوي چې د افغان طالبانو په ګډون یې د نورو وسله والو ډلو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد قرارداد عملي کړی دی.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ میلادي کال د ترهګرۍ ضد قرارداد یې په بشپړه توګه عملي کړی دی.
د دغه وزارت په خبره، دوی د افغان طالبانو په ګډون پر نورو وسله والو ډلو سفري بندیزونه لګولي او پر غیر قانوني وسلو یې هم کلک بندیزونه لګولي دي.
پاکستان دا څرګندونې د ایف ای ټي ایف تر ناستې مخکې کړې دي. یادې ادارې د ترهګرۍ پر وړاندې د اقدام نه کولو له امله پاکستان خړ لیست کې اچولی و او خبرداری یې ورکړی دی چې که چېرته د ترهګرو پر وړاندې عملي او رغنده اقدامات ونه کړي نو تور لیست کې به یې شامل کړي.
په ورته وخت کې د چارو شنونکي وایي چې پاکستان تل ژمنې کړې دي خو لا هم ترهګر روزي او پټنځایونه ورکوي. دوی له دغې ادارې غوښتنه کړې ده چې پر پاکستان فشار راوړي څو له ورته کړنو لاس پر شي.