نن د نومبر ۲۰مه نېټه ده او د ماشومانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په نړۍ کې ماشومانو ته د زدهکړو، روغتيا او د دوی د سمې روزنې په برخو کې د دولتونو له لوري د ژمنو په کولو سره نمانځل کېږي.
د همدې ورځې په مناسبت د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونېسف ويلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې هلکان ښوونځيو ته ځي؛ خو نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له ښوونځيو راګرځول شوي دي.
په افغانستان کې د نوموړي صندوق مشر محمد اګ ايووا په دې اړه نن يکشنبه د (لړم په ۲۹مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځيو د زدهکوونکو نجونو منعه کولو، د دوی مېندې او پلرونه اندېښمن کړي دي.
نوموړي زياته کړې، دا مېندو او پلرونو ته سخته ده چې زامن يې ښوونځيو ته ځي او لوڼو ته يې د زدهکړو اجازه نه ورکول کېږي. ايووا په افغانستان کې د ښځينه ډاکټرانو روزل د لېسې دورې له زدهکړو سره تړلي بللي او ويلي يې دي، چې د ښځينه ډاکټرانو له روزنې پرته افغانستان د يوه بشپړ روغتيايي سيسټم څښتن کېدای نه شي.
محمد اګ ايووا له سرپرست حکومت غوښتنه کړې، چې له شپږم ټولګي پورته زدهکړوونکو نجونو ته اجازه ورکړي، څو د زدهکړو لپاره ښوونځيو ته لاړې شي.
که څه هم حکومت له وړاندې ويلي، چې له شرعي پلوه د نجونو زدهکړې هېڅ ستونزه نه لري؛ خو سربېره پر دې هم د دوی پر مخ ښوونځي تړلي پاتې دي او حکومت نه دی توانېدلی چې ولس ته په دې برخه کې قانع کوونکی ځواب ورکړي.