Home » سیمه او نړی » په خيبر پښتونخوا کې د وسله‌وال بريد له امله ۶ پوليس وژل شوي

په خيبر پښتونخوا کې د وسله‌وال بريد له امله ۶ پوليس وژل شوي

د خيبر پښتونخوا په لکې مروت سيمه کې نن چهارشنبه سهار مهال د (لړم په ۲۵مه) د پاکستاني پوليسو پر موټر وسله‌وال بريد شوی دی.

دا بريد هغه مهال شوی، چې د پولیسو موټر د لکې مروت اړوند په شهاب خېل کلي کې د وسله‌والو له کمين سره مخ شو. عيني شاهدانو ويلي، چې په دې بريد کې ۶تنه پوليس وژل شوي او له بريد وروسته وسله‌والو د پوليسو وسله او مهمات له ځان سره وړي او له سيمې تښتېدلي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو هم دا پېښه تائيد کړې او دا يې د پاکستان رياستي ترهګري بللې ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي اسد قرار په خپل ټوېټر کې دا پېښه د «پښتنو پر وطن ډالري جګړه» بللې او ويلي يې دي، چې دا جګړه په خپله د پاکستان حکومت له لوري کنټرولېږي.

تر اوسه پاکستاني چارواکو د ننني بريد په دې اړه رسمي څه نه دي ويلي. په دې وروستيو کې په قبايلي سيمو کې پر پاکستاني ځواکونو خونړي بريدونه زيات شوي دي او په دې توګه يو وار بيا په يادو سيمو کې ناامني زياته شوې ده.

د ناامنۍ د دې څپې د مخنيوي په موخه په قبايلي سيمو کې د خلکو له لوري د امن په پلوۍ ولسي پاڅونونه دوام لري، خو د پاکستان حکومت تر اوسه خلکو ته دا ژمنه نه ده ورکړي چې دغلته به د خلکو او د دوی د سيمو امنيت خوندي کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...