Home » افغانستان » افغان لوبډلې په خپله څلورمه لوبه کې د سرېلانکا له لوبډلې ماتې وخوړه

افغان لوبډلې په خپله څلورمه لوبه کې د سرېلانکا له لوبډلې ماتې وخوړه

د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د سياليو په دوام سره نن سې‌شنبه د (لړم په ۱۰مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سرېلانکا لوبډلې پر وړاندې ميدان ته ښکته شوه.

افغان لوبډلې د لوبې پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د سرېلانکا سيالې لوبډلې ته د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۵ منډو هدف کېښود.

د افغانستان لپاره رحمن‌الله ګربز ۲۸، عثمان غني ۲۷ او ابراهيم ځدراڼ د ۲۲ منډو په جوړولو سره له نورو لوبغاړو زياتې منډې وکړې. له دې سره مجيب‌الرحمن ځدراڼ د سرېلانکا ۲ لوبغاړي، رشيد خان او ګلبدين نايب يو-يو لوبغاړی وسوځول.

د لوبې په دويمه پاڼۍ کې د سرېلانکا لوبډلې بيا په ۱۹م اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف پوره کړ. د سرېلانکا لپاره دانانجايا ۶۶، کوسل مينډېس ۲۵ او چاريټ اسالانکا ۱۹ منډې جوړې کړې.

د نننۍ لوبې له بايللو سره افغان لوبډلې نيمه پايلوبې ته د تګ چانس له لاسه ورکړ او سرېلانکا بيا د نننۍ لوبې په ګټلو سره په نسبي توګه نيمه پايلوبې ته د وتلو هيلې تازه کړې.

سرېلانکا لوبډلې دوې لوبې بايللي او دوې يې ګټلي دي، خو افغانستان بيا د څلورو لوبو له ډلې دوې بايللي او دوې نورې يې د باران له امله ډراپ شوي دي، چې له يادو لوبو يې يوازې يو-يو پوانټ ترلاسه کړی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...