دمیدان وردګو ولایت مرکز میدانښار کې ولسي خلکو نن پنجشنبه د اګیسټ ۲۰ ( زمري۳۰) پردې موخه لاریون ترسره کړ چې تېره ورځ د سهار پرمهال دحکومتي ځواکونو لخوا په توغول شوې ډي سي توب (هاوان ) په مرمۍ د نرخ ولسوالۍ اړوند دراني په سیمه کې په کورلګېدلی وه چې د یو کورنۍ ۵ غړو ته مرګ ژوبله اړولې و .

په پرونۍ پېښه کې د یوې کورنۍ پنځوغړو ته مرک ژوبله اوښتې چې یوه ښځينه غړې شهیده شوې او ۴تنه چې ماشومان هم پکې شامل دي مرګوني ټپیان شوي.
نن پرهمدې موخه د یادې سیمې خلک د لاریون په غبرګون راټول او دکابل قندهار سړک یې د دوه ساعتو لپاره د ټرافیکو پرمخ وتړه ، اعتراض کوونکو له حکومتي ځواکونو د یاد برید د عاملینو د نیولو غوښتنه کوله، او د بیاځلي داسي بریدونه چې پر ملکي وګړو ترسره کیږي مخنیوای باید جدي ونیول شي.

حکومتي ځواکونو لاریونکونکوته پنځه ورځې وخت ورکړی او ډاډ یې ورکړ چې د یادې پېښې عاملین به د قانون منګولو ته سپاري او بیا به ورته پېښې تکرار نشي.
داسې ورته بریدونه د میدان وردګ ولایت د مرکز په ګډون پر مختلفو ولسوالیو کې ترسره شوي چې قوربانیان یې ملکي وګړي دي،
په تېره یوه میاشت کې د چک ولسوالۍ د خوات په سیمې کې د حکومتي ځواکونو لخوا په توغول شوي هاوان مرمیوکې یو شمير کسانو ته هم مرګ ژوبلې اوښتي وه.