Home » سیمه او نړی » شمالي وزيرستان کې ځانمرګي بريد ۲۱ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

شمالي وزيرستان کې ځانمرګي بريد ۲۱ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې پرون سې‌شنبه د (تلې په ۵مه) د پاکستاني پوځيانو د موټرو پر کاروان ځانمرګی بريد شوی او په ترڅ کې يې ۲۱ پوځيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان پوځ که څه هم د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو د استخباراتو ځايي کارکوونکو له رسنيو سره په خبرو کې منلې چې بريد له بنو څخه شمالي وزيرستان ته د پوځي موټر پر تلونکي کاروان شوی دی.

دې سرچينو په ياد ځانمرګي بريد کې د ۲۱ پوځيانو د ټپي کېدو خبر ورکړی او زياته کړې يې ده، چې ټپيان د ميرعلي روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو ځايي نورو سرچينو بيا رسنيو ته د ټپيانو ترڅنګ د يو شمېر سرتېرو د وژل کېدو راپورونه هم تائيد کړي دي.

په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې دا ۵م ځانمرګی بريد دی چې په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو ترسره کېږي. د دې بريد زمواري تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې نه ده منلې.

له څو ورځو راهيسې پر شمالي او جنوبي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو خونړي بريدونه کېږي. پرون د جنوبي وزيرستان په ورسک سيمه کې هم د پاکستاني پوځيانو پر پوسته بريد کې ۲ پوځيان وژل شوي وو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...