د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش په افغانستان کې له ښوونځيو څخه د نجونو د منعه کولو يو کال پوره کېدو له امله غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، ټيک يو کال وشو چې افغانې نجونې ښوونځيو ته له تګ منعه شوي دي.
نوموړي په دې اړه نن يکشنبه د (وږي په ۲۷مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې دغه تېر کال د افغانستان لپاره له پوهې او فرصتون خالي کال و د ګوټريش په خبره، هېڅکله نه شي کېدای چې د تېر کال دا فرصتونه بيا ترلاسه شي.
انتونيو ګوټريش پر طالبانو غږ کړی، چې افغانې نجونې پرېږدي څو مکتب ته لاړې شي او خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
په دې وروستيو کې په لرې پرتو کليو او ولسواليو کې د قومي مشرانو او ځوانانو له لوري د نجونو د زدهکړو په پلوۍ غږونه پورته شوي او په يادو سيمو کې خلک ټينګار کوي، چې حکومت دې نجونو ته هم د هلکانو په څېر د برابرو زدهکړو زمينه برابره کړي.
خو د پوهنې وزير نورالله منير پر دې سربېره هم د نجونو ښوونځيو د تړلو موضوع کلتوري بولي او وايي ډېر خلک نه غواړي چې لوڼې يې ښوونځيو ته لاړې شي.