Home » افغانستان » يوناما: د نجونو ښوونځيو بندښت افغانستان له ناامنۍ او لوږې سره مخ کولی شي

يوناما: د نجونو ښوونځيو بندښت افغانستان له ناامنۍ او لوږې سره مخ کولی شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما له شپږم ټولګي د پورته زده‌کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځيو د بندښت يو کال پوره کېدو په اړه په غبرګون کې، دا کار غموونکی او د شرم وړ بللی دی.

يوناما نن يک‌شنبه د (وږي په ۲۷مه) خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د ښوونځيو د بنديدو له امله په اټکليزه توګه يو ميليون هغه نجونې له زده‌کړو بې برخې شوي، چې له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګيو کې يې پر زده‌کړو بوختې وې.

د اعلاميې له مخې، د نجونو پرمخ د ښوونځيو بندولو پرېکړه د افغانستان له ۱۲ او ۱۸ کلونو تر منځ عمر لرونکې نجوني اغېزمنوي. په اعلاميه کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ يا يوناما سرپرست مارکوس پوټزل له قوله ويل شوي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندول معتبره توجيه نه لري او بندښت يې په نړۍ کې بې‌ساری عمل دی.

نوموړي زياته کړې، چې دا کار په ژوره توګه نجونې او د افغانستان راتلونکی زيانمنوي. د يوناما په اعلاميه کې راغلي، زده‌کړې د نجونو او ښځو اساسي حق دی او ترې سرغړونه يې کولی شي، چې حاشيې ته د ياد قشر د ټېل وهلو خطر زيات کړي.

يوناما ويلي، چې د نجونو پر زده‌کړو دا بنديز د ژورې اندېښنې خبره ده او دا ډول اقدامات کولی شي، چې افغانان له اساسي ازاديو برخې او د ناامنۍ ترڅنګ يې لوږې، انزوا ته پورې وهي.

يوناما د طالبانو په مشرۍ له سرپرست حکومت په جدي توګه غوښتنه کړې، چې د نجونو پر وړاندې له تبعيضي پاليسيو لاس په سر شي او ژر دې يې پر مخ ټول ښوونځي پرانيزي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...