Home » افغانستان » ګارډين: په سختو لارو ترکيې ته د رسيدلو افغان کډوالو شمېر ۳سوه زرو ته لوړ شوی

ګارډين: په سختو لارو ترکيې ته د رسيدلو افغان کډوالو شمېر ۳سوه زرو ته لوړ شوی

ګارډين ورځپاڼې د افغان کډوالو په تړاو په خپل تازه راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې له سياسي بدلون راهيسې تر دې مهاله ۳سوه زره افغان کډوال ترکيې هېواد کې مېشت شوي دي.

د راپور له مخې، دا شمېر افغان کډوال له سختو قاچاقي لارو تېر شوي او ترکيې ته رسېدلي دي. د ورځپاڼې دا راپور له مخې، په داسې حال کې چې ترکيه له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې او د لېرې ارزښت کمېدو له امله په کې انفلاسيون رامنځته شوی، د افغان او سوريايي کډوالو له ورتګ ناراضه ده.

په راپور کې ويل شوي، ترکيې په وروستيو کلونو کې د کډوالو پر وړاندې له نرم سياست کار اخيستی او له همدې کبله ده چې اوس‌مهال دغه هېواد د ۴ ميليونه کډوالو کوربه دی او اکثره دغه کډوال له سوريې ورغلي دي.

ګارډين زياتوي، د ناسمو اقتصادي شرايطو له امله د ترکيې اکثره وګړي د دې پلويان دي، چې ورغلي کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي او له همدې کبله يې په دوطلبانه توګه خپلو هېوادونو ته د کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ پيل کړې.

د راپور له مخې، د افغانستان او نورو هېوادونو هغه کډوال چې په داوطلبانه توګه له ترکيې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، نو د ترکيې سرې مياشتې له لوري ورسره نغدي مرسته په دې موخه کېږي، څو په خپل هېواد کې د کار کولو امکانات ومومي.

د ګارډين د راپور له مخې، دا کار د ترکيې د هغې پاليسۍ له مخې کېږي، چې موخه يې په دې هېواد کې د کډوالو کمول او ورته د کډوالو د ورتګ مخنيوی دی.

په راپور کې دا هم ويل شوي، چې ترکيې هغو کسانو ته هم د اقامې ورکول سخت کړي، کوم چې د پانګونې په موخه دې هېواد ته ورځي.

په دې وروستيو کې د کډوالو نړيوالې ادارې اعلان وکړ، چې په افغاانستان کې واک ته د طالبانو له بيا رسېدو وروسته ترکيې شاوخوا ۱۸سوه افغان کډوال نيولي او بېرته يې خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...