د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کميشنرۍ يا UNHCR په افغانستان کې د ط.البانو له لوري پر ښځو او نجونو د محدوديتونو وضعه کېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې.
دې ادارې نن دوشنبه د (زمري په ۳۱مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ښځو او نجونو پر تګ راتګ بنديز، کار او زدهکړو ته د دوی پر لاسرسي د محدوديتونو له لګولو سره، افغان نجونې او ښځې له سخت خطر او ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ګډوالو چارو عالي کميشنرۍ زياته کړې، دغه بنديزونه کولی شي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر هوساينه او ارامۍ منفي اغېز وکړي.
د يادې ادارې په خبره، د يوه پرمختللي افغانستان لپاره اړتيا ده، چې د طالبانو له لوري دغلته د نجونو او ښځو اړوند ټول حقونو رعايت شي.
دا په داسې حال کې ده چې له يوه کال زياته موده شوه، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته نه دي تللي. په کابل کې د ملګرو متلونو د مرستندويه استازولۍ يا يوناما سرپرست دې ته په اشارې سره ويلي، له طالب مشرانو سره په ليدنو کې يې دا درک کړې، چې ياد مشران د نجونو ښوونځيو د تړلو دوام غوښتونکي نه دي.
د نوموړي په خبره، ياد طالب چارواکي د نجونو پر مخ د ښوونځيو د بيا پرانيستل کېدو مخالف نه دي.