د سرپرست حکومت وياند ذبيحالله مجاهد د کابل درېيمې امنيتي حوزې اړوند په کارته سخي سيمه کې د چاڼيزو عملياتو په اړه ويلي، چې د دې عملياتو په ترڅ کې د داعش ډلې ۴ غړي وژل شوي دي.
مجاهد پرون چهارشنبه ناوخته د (زمري په ۱۲مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د يادو ترسره شوو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د داعش ۴ غړو پر وژل کېدو سربېره، د يادې ډلې يو غړی ژوندی هم نيول شوی دی.
نوموړي دغه راز ويلي، چې د عملياتو له پای ته رسېدو سره يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
مجاهد ادعا کړې، چې د داعش ډلې دې غړو د محرم په ورځو کې د کارته سخي په هغو سيمو کې د بريدونو پلان درلود، چې اهل تشيع په کې راغونډېږي.
بل خوا پرون په کارته سخي کې امنيتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ ډزې هم تبادله شوي. د کابل امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ هغه مهال ويلي و، چې د عملياتو پرمهال پر امنيتي ځواکونو له يوه کور څخه ډزې وشوې.